اسلام آباد(اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان او نړيوال مالياتي فنډ (آئي اېم اېف) ترمېنځه ايكسټينډډ فنډ فيسيلټي او ريزيليئنس اينډ سسټين ايبلټي پاليسۍ په حواله د يو ارب ډالرو فنډ لپاره د سټاف ليول په لوظنامه د اطمينان څرګندونې كولو سره وئيلي دي سټاف ليول تړون د پاكستان په ميكرو اكنامك اشاريو كښې د شوې بهترۍ عكاس ده ۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د سټاف ليول لوظنامه لوظنامه د نړيوال مالياتي فنډ د پاكستان د معاشي پرمختګ په شرح٬ اداره جارتي اصلاحات د اطمينان او په حكومتي پاليسو د باور څرګندونه ده۔ وزيراعظم ووئيل د خزانې وفاقي وزير٬ د خزانې وزير مملكت، د خزانې وفاقي سيكرټري او د دوي ټوله ډله د ستائنې مستحق ده د چا د خوارۍ په سبب چې آئي اېم اېف سره دا تړون وشو٬ ده ووئېل معيشت په سم لوري روان دے او د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره به ټول اقدامات كولې شي ليکنه چليدنه ماهره خان د تلویزیون بیرته راتګ ته اشاره وکړه يوم والدين موقع سټي يونيورسټي وي سي په مشرے کي تابيه