شرم الشېخ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره په شرم الشيخ كښې د مشرانو په امن غونډه كښې ګډون لپاره کانګريس سينټر ته رسېدلے دے ۔ د مصر صدر عبدالفتاح السېسي کانګريس سينټر ته په رارسېدو د وزيراعظم شهباز شريف تود هركلے وكړٶ٬ دواړو مشرانو په مينه سټري مشي وكړل او يو بل يې مباركۍ وركړه۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم شهباز شريف د امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ او د مصري صدر عبدالفتاح السېسي په خاص بلنه چې شرم الشېخ ته راورسېد نو په اېئر پورټ د مصري يوتھ او سپورټس وزير ډاکټر اشرف صبحيي، په مصر كښې د پاکستان سفير عامر شوکت او د پاکستان او مصري اعلي سفارتي عملےې د وزيراعظم هركلے وكړو۔ وزيراعظم به د امريکې جمهور ريئس ډونلډ ټرمپ، مصري صدر عبدالفتاح السېسي، د قطر امير شېخ تمېم بن حمد الثاني او د ترکيه صدر رجب طيب ايردوان ترمېنځه په غزه امن تړون د لاسليك دستوره كښې خاص ګډون كوي۔ نائب وزير اعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د وزير اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرطاء تارړ وزيراعظم سره په پلاوي كښې شامل دي ليکنه چليدنه ميکسيکو كښې د باران له امله 23 كسان مړه شول د قامي ټيم نامتو سپنر باؤلر ابرار احمد هم وادۀ اوکړو