نيويارك  (مانند نیوز) وزيراعظم شهباز شريف او د ګيټس فاٶنډيشن موسئس بل ګيټس د پاكستان دي معاشي او معاشرتي ترقۍ په خاص توګه د صحت، غذائي معيار او مدافعت كښې اضافه، معاشي شموليت او د معيشت د ډيجيټلائزيشن په څېر اقداماتو كښې د مشتركه مرستې دوام دار ساتلو د عزم پخلے كړے دے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د بل ګيټس فاٶنډيشن باني بل ګيټس د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 80مې غونډې په موقع په خوشګوار ماحول كښې ليدلي۔ په دې موقع د وزيراعظم د بل ګيټس فاونډيشن لخوا په كال 2022 كښې سيلاب په تناظر كښې د مرستې د ذكر وړ وړ كاروائيو تذكره كولو سره په كال 2025 كښې د سيلاب نه وروسته شوې مرسته هم د ستائنې وړ ګرځولے۔ په دې وزيراعظم په پاكستان كښې د پوليو رنځ مخه نيولو، قوت مدافعت او په غذائي معيار كښې اضافې او معاشي شموليت لپاره په حكومتي اقداماتو كښې د بل ګېټس فاونډيشن مننه وكړه۔ وزيراعظم د پوليو مخنيوي لپاره د بل ګيټس فاٶنډيشن د پرله پسې مرستې په اهميت خاص زور راوړو۔ وزيراعظم د حكومت لخوا د كېدونكې جامع معاشي اصلاحاتو په ډيجيټلائزيشن كښې د بل ګيټس فاٶنډيشن د عملي او مثبت مرستې خاص ستائنه وكړه۔ شهباز شريف او بل ګيټس د پاكستان د معاشي او معاشرتي ترقۍ په خاص توګه د صحت، غذائي معيار او انسان جسماني قوت مدافعت كښې اضافے، معاشي شموليت او د معيشت د ډيجيټلائزيشن په څېر اقداماتو كښې مشتركه مرسته جاري ساتلو لپاره د عزم پخلے وكړو

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *