اسلام آباد (مانند نیوز) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د سينئر خبريال مظهر اقبال په ټرافكي پېښه كښې په حق رسيدلو د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د نهې په ورځ د سېنېټ سيكرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېند غمرازۍ په څپل بيان كښې وئيلي چې مظهر اقبال يو محنتي او صلاحيت لرونكې خبريال ؤ چا چې خپل پيشه وره فرائض په ښه ډول او ديانت دارۍ سره ترسره كړي،د هغه صحافتي خذمات به عمر له ياد ساتلے شي۔ده ووئيل د مظهر اقبال ناصافي مرګ نه يواځې د هغه د كورنۍ لپاره يو لوئ غم دے بلكه د صحافت څانګې لپاره هم يو لوئ زيان دے۔د سېنېټ چيئرمېن د غمجني كورنۍ سره د يووالي او غمرازۍ څرګندوني سره ووئيل په دې سخت وخت كښې د غمجني كورنۍ په غم كښې شريك يو۔ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفةق وركړي۔ ليکنه چليدنه د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د سعودي عرب دورې نه پس هېواد ته راستون شو نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار نيويارك كښې د لتھوانيا لنډمهاله خارجه وزير سره ملاقات، شريكې مرستي ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه