اسلام آباد  (مانند نیوز) وزيراعظم شهباز شريف په پاکستان ټيلي ويژن كښې د جوړ كړې شوي انګليسۍ چېنل “پاکستان ټي وي ډيجيټل” پرانسته وكړه۔ د شورو په ورځ وزيراعظم د پاکستان ټي وي ډيجيټل دوره وكړه چرته چې وزيراعظم د پاکستان ټي وي ډيجيټل چېنل څارنه هم وكړه ۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ او وفاقي سيکرټري اطلاعات عنبرين جان پشمول لوړ پوري هم موجود وو۔ د وزيراعظم هاٶس لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د نوي جوړ شوي ټي وي چېنل د بېلا بېلو سيکشنز دوره وكړه او هلته كار كوٶنكو ځوانانو سره ئې خبرې وكړې۔ وزيراعظم د دوي د جذبې ستائنې كولو سره ووئيل د بهرنۍ بيانيې په جنګ كښې ستاسو كردار ډېر مهم دے۔ ده ووئيل د ډيجيټل چينل پېل بنيادي مقصد مسلسل حقيقي خبرونه رسولو سره د پاكستان په اړه د غلطې بيانۍ او پروپيګنډې موثر ځواب وركول دي۔ وزيراعظم د پاکستان ټي وي ډيجيټل خپرونو لپاره خپله يوه مركه هم رېكارډ كړه۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وزيراعظم د پاکستان ټي وي ډيجيټل اغراض او مقاصدو په اړه خبر كړو۔ ده ووئيل پاکستان ټي وي ډيجيټل به نړيوالو ناظرينو ته پاكستان لپاره يو فعاله او مستند غږ رسول ٬ د معلوماتو تضاد ختمولو او اولسي سفارتكارۍ لپاره په انګليسۍ ژبه د يو پلېټ فارم په توګه كار كوي۔ د دې پلېټ فارم ستراتېژك مقصد د پاکستان لخوا نړۍ سره خبرې كول او د ټولو نه وړاندې خپل خبر رسول دي، دا چېنل به نړيوالو چارو٬ كلتوري تنوع او د اقتصادي پرمختګ پشمول په مهمو چارو د پاكستان په نقطه نظر رڼا اچوي۔ ده ووئيل دا چېنل به داخلي رپورټنګ مربوط كولو او د فري لانسرز يو نړيوال نېټ ورك او د رائټرز او د ايسوسي ايټډ پريس په څېر نوموړو وائر سروسز سره شراكتداري كولو سره په وخت٬ تصديق شوے او د اعليٰ معيار کوريج باوري كوي۔ ده ووئيل د لويديز او هند د اثر لاندې سيمه ايزه ميډيا كښې به د جاري يو اړخيزه بيانيي ځواب وركولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان ډيجيټل ټي وي د پاکستاني په زاويه د خبرونو رسولو لويې مركز دے

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *