اسلام آباد(مانند نیوز) صدر مملکت آصف علی زرداری کېپټن اېم سرور شهید (نشانِ حېدر) ته په 77 م تلين په زړه پورې ټكو كښې د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې 77 كاله وړاندې په ننۍ ورځ د كشمير په اولني جنګ كښې کېپټن سرور شهید ګران مورني هېواد لپاره د خپل ځان قرباني وركړه۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا په جاري شوي بيان كښې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل قام د كېپټن سرور شهيد په مړانه ٬ استقامت او ستره قربانۍ وياړي۔ ده ووئيل د نن محفوظ پاكستان زمونږ د اتلانو د سترو قربانيو نتيجه ده۔ صدر مملكت ووئيل ټول قام د کېپټن سرور شهید مړانې او قربانۍ ته سلام كوي۔ صدر آصف علی زرداری ووئيل د شهيدانو قربانۍ د هېواد د دفاع او قامي استحكام بنياد دي او قام به د کېپټن سرور شهید قرباني تل ياده ساتي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *