اسلام آباد (مانند نیوز) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي زرعي څانګه كښې جامع اصلاحات سره به د هېواد معيشت ته وده ترلاسه شي، د زرعي فنانسنګ لپاره به د پبلك پرائيويټ پارټنر شپ تګلاره خپلولې شي،زرعي اصلاحات باندې عمل در آمد پيل كولو سره به كروندګرو له به د آسانو قرضو سهولت وركولې شي،زرعي اصلاحات څانګه كښې به د زرعي اجناس نه علاوه د لائيو سټاك سيکټر اصلاحات ته به هم پام لرنه كولې شي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړڅه جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د شورو په ورځ د زرعي څانګي پرمختګ په اړه د جاج اخستو غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔وزيراعظم ووئيل د زرعي فنانسنګ لپاره به د پبلك پرائيويټ پارټنر شپ تګلاره خپلولې شي، د زرعي اصلاحات عمل در آمد پيل كولو سره به كروندګرو ته د آسانو قرضو سهولت وركولې شي،زرعي ترقياتي بينك كښې به هم په هنګامي بنيادونو اصلاحات کولې شي دغسې چې كروندګرو له آسان قرض په شفاف ډول وركول باوري كړې شي۔ده ووئيل راروان پي ايس ډي پي كښې به زرعي پراجيکټس ته مرکزي حيثيت ترلاسه وي او پرمختيائي منصوبې ميکنائزيشن، ډيجيټائزيشن، کروندګرو له قرض وركول او کاروبار دوست ماحول جوړولو ته به پام لرنه كولې شي، زرعي څانګه كښې جامع اصلاحات سره به د هېواد معيشت ته وده ترلاسه شي۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې زرعي اصلاحات په څانګه كښې د زرعي اجناس نه علاوه د لائيو سټاك سيکټر اصلاحات ته دې پام لرنه وكړې شي۔ده ووئيل د زرعي څانګي اصلاحات لپاره به وفاقي او صوبائي حکومتونه په ګډه مرسته كوي،زرعي څانګه كښې اصلاحات سره به پيداوار زيات شي او پيداواري لګښت كښې به کمے راشي۔ وزيراعظم ووئيل د زرعي اجناس سټوريج ګنجائش زياتولو په اړه د اوږدې مودي او لنډي مودي لپاره دې نوي تجويزونه راوړلې شي او زرعي څانګه كښې كوټلي اصلاحات لپاره دې صوبو سره د مرستي يوه جامع تګلاره جوړه كړې شي۔ده ووئيل د زراعت په څانګه كښې پرمختګ سره به تر ټولو زياته ګټه كروندګرو ته ورسي۔ده سپارښتنه وكړه چې پاکستان كښې ايګريکلچرل زوننګ او ويليو چين تګلاري استعمال سره به زرعي پيداوار برآمدات زيات شي۔وزيراعظم ووئيل كروندګر نوي زرعي معلومات څخه خبرولو لپاره دې د ډيجيټل پليټ فارمز جامع استعمال دې وكړې شي۔په غونډه كښې وزيراعظم ته زرعي څانګه كښې اصلاحات او په خاص توګه زرعي پيداوار زياتولو، زرعي انفراسټرکچر، کاروبار دوست ماحول لپاره آسان او كوټلي قواعد و ضوابط جوړولو او د كروندګرو آسانو زرعي قرضو ته رسني په اړه تجاويز وړاندې شو۔وزيراعظم ته په غونډه كښې د بريفنګ په مهال ووئيل شول د نېشنل ايګريکلچر انوويشن اينډ ګروتھ ايکشن پلان د كروندګرو آمدن زياتولو ، پيداوار زياتولو او درست اړخ كښې اصلاحات ته پام لرنه كيږي، د زرعي اجناس محفوظ ذخائر جوړولو له اقدامات کيږي۔وزيراعظم ته ووئيل شول د نورو هېوادونو په شان پاکستان كښې د زرعي قرضو آسان او شفاف نظام جوړولو سره به د كروندګرو مالي مرسته كيدې شي، د زرعي اجناس د ايكړ په سر پيداوار په كوټلي ډول زياتولو لپاره د مصنوعي ذهانت استعمال کيدې شي،زرعي څانګه كښې ويليو ايډيشن کولو سره برآمدات سره د كروندګرو آمدن زياتيدے شي او قيمتي زر مبادله ترلاسه كيدې شي۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال، د غذائي تحفظ وفاقي وزير رانا تنوير حسين، د آئي ټي وفاقي وزيره شزه فاطمه خواجه، د ماحولياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق مسعود ملك، زرعي شعبے لپاره د وزيراعظم چيف کوآرډينيټر احمد عمير، زرعي څانګي سره تعلق لرونكو پوهانو او اعليٰ سرکاري چارواكو ګډون وكړو۔ ليکنه چليدنه پی سی بی د كال 26-2025 ډوميسټک سیزن بشپړ شیډول جاری كړو نائب وزيراعظم اسحاق ډار د آسيان ريجنل فورم په 32مه وزارتي غونډه كښې ګډون لپاره کوالالمپور ته ورسېد