اسلام آباد (اے پي پي) حکومت د راروان مالي كال 26-2025 بجټ كښې د سرکاری څانګي پرمختيائي پروګرام(پي اېس ډي پي ) ترمخه د داخله ډویژن 3 نوو او 15 روانو پروژو لپاره په مجموعی توګه 12اربه 90 كروړه 84 لكهه 44زره روپۍ بېلول تجويز كرې دي ۔ د نهي په ورځ د جاري پي اېس ډي پي شميري له مخې حکومت بجټ كښې د داخله ډویژن 3 سکیمونه شامل کړي،چې پكښې د سېف سټی اسلام آباد پراختيا لپاره 3 اربه روپۍ ، اسلام آباد انفراسټرکچر لپاره 2 اربه روپۍ ، این ایف اے لپاره کنورشنل فرانزك سهولیات د نړيوال معیار له مخې جوړولو لپاره 10 كروړه روپۍ بېلول شامل دي ۔ پي اېس ډي پي كښې 15 روانو پروژو لپاره په مجموعی توګه 78اربه 84 كروړه 44 لكهه روپۍ بېلول دي ۔ 15روانو پروژو كښې د اسلام آباد سیکټر ایچ 16 كښې ماډل زندان منصوبې لپاره يو ارب 18 كروړه 9 لكهه 51 زره روپۍ ېيلول دي۔په كوم چې د لګښت اندازه 7 اربه 49 كروړه 90 لكهه روپۍ ده او تر اوسه په دې منصوبه 3 اربه 59 كروړه 13 لكهه روپو څخه زياتي خرڅ كړې شوي۔نورو روانو سکیمونو كښې په سندھ كښې 13 ریجنل پاسپورټ دفترو جوړولو ، اسلام آباد پولیس لپاره چینج منیجمنټ یونټ کیمپ جوړول، جامع باډر منیجمنټ سسټم فیز 2 جوړول ، د نیو اسلام آباد انټر نیشنل ایئر پورټ جوړ میټرو بس سټیشن پیشه وره چارو او مرمت منصوبې ،پاسپورټ ایپلیکشن لپاره د بائیومیټرك تصدیق اپ ګرډیشن ، د غیر ملکی وګړو سیکورټی او اړوند سهولیات ،نېشنل پولیس هسپتال جوړول ، اسلام آباد کليوالو سيمو لپاره د باران اوبه د كروندي مقاصدو لپاره د كارولو منصوبې ، د سیوریج ټریټ منټ پلانټس جوړولو درې منصوبې او د د نشه كوونكو كسانو د بحالۍ ماډل مرکز جوړول، نادرا دريم پړاؤ ډیجیټل اکانومی توسیع منصوبې شامل دي۔دې ټولو روانو پروژو لپاره د لګښت اندازه 40 اربه 73 كروړه 61 لكهه 82 زره روپۍ لګولې شوي۔ ليکنه چليدنه مسلمانان دے د پاك پروردګاراو رسول اكرم (ص) په تعليمات عمل وكړي او تقوي دې اختيار كړي:د شيخ ډاكټر صالح د حج خطبه٬ فلسطيني مسلمانانو لپاره خصوصي دعا په 7 زره ټيرف لائنز كښې په 4 زره اضافي کسټم ډيوټي ختمه كړې شوې، د خزانې وفاقي وزير