اسلام آباد  (مانند نیوز)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د آل پاكستان سالونټ ايكسټريكټرز ايسوسي ايشن(اے پي ايس اي اے)چيئرمين زين محمود سره د خپلې ډلې ملاقات كړے۔د نهې په ورځ ملاقات كښې د سويابين او كينولا په درآمدات ټيرف كښې د بدلون د لارې ځايې پیداوار ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په ملاقات كښې د وزيراعظم د تجارت خاص مرستيال رانا احسان افضل او د تجارت سيكرټري جواد پال هم ګډون وكړو ۔زين محمود د ځايې كسانو تحفظ او د هغوي ډاډګيرنې لپاره په ټيرف سټركچر كښې د مناسب بدلونونو په اهميت هم زور راوړو۔د اے پي ايس اي اے چيئرمېن د نمر پرست ٬سويابين او كينولا پشمول د مختلف آئل سيډز پیداوار زياتولو لپاره ګڼ شمېر تجاويز هم وړاندې كړل دغسې چې ملكي درآمدي بل كښې كمے راوستلے شي او ځايې صنعت لا موثره كړې شي۔د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان پلاوي ته د حكومت لخوا د بشپړ ملاتړ باور وركړو۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *