اسلام آباد (مانند نیوز) صدر مملكت آصف علی زرداری د هندوستان د حکومت په وروستیو غېر مسؤلانه او جارحانه څرګندونو اندېښنه ښكاره كولو سره وئيلي دي چې دې ډول هندي ګامونو سیمه ییز امنیت او ثبات خطر سره مخ كړے دے۔ صدر مملكت دا خبره چینایي سفیر جیانګ زېدونګ سره ملاقات كښې وكړه۔ د ګل په ورځ د ایوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اهميت په چارو او په خاص توګه پهلګام پېښې څخه وروستو د پاکستان او هند ترمنځ په روان وضعیت خبرې وشوې۔ صدر مملكت د هندوستان حکومت په وروستیو غېر مسؤلانه او جارحانه څرګندونو اندیښنه ښکاره کړه۔ صدر مملكت ووئيل د هند دې ډول ګامونو سیمه ییز امنیت او ثبات خطر سره مخ كړے دے۔ چينائي سفير د چين او پاكستان ترمينځه د تلپاتې او ازموئيلې شوې ملګرتيا پخلې وكړو۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه د يو بل مضبوط ورونړا هېوادونه دي٬ دواړو په هر سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې ده۔ چينائي سفير د پاكسان نقطه نظر چين سره په ګډولو د صدر مملكت مننه وكړه۔ چينائي سفيرزياته كړه چې چين به په سوئيلي آسيا كښې د امن او استحكام شريك خواهش ترلاسه كولو كښې د پاكستان ملاتړ كوي۔ صدر مملكت په سخت وخت كښې پاكستان سره د چين ملګرتيا او د چينائي حكومت پرله پسې ملاتړ وستائلو۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *