اسلام آباد  (مانند نیوز) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي هند د پاکستان دننه په بريد كولو د بزدلۍ څرګندونه كړې٬ د پاکستان د موثره او پرېکنده ځواب نه وروستو هند په کنټرول لائن د سپین بیرغ په هسك كولو خپله ماتې منلې ده٬ هند تل د پلټنو نه تېښته كړې٬ نن هم بريد له راغلو بيا وتښتېدو۔ د شورو په ورِځ ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل هند په توره شپه كښې بې ګناه وګړي٬ مېرمنې٬ كوچنيان او جوماتونه په نښه كړي كومه چې د جنګي اخلاقيات څخه ښكاره سرغړونه ده۔ ده ووئيل پاکستان د هندي يرغل نه څو چنده زيات ځواب وركړے٬ د دښمن پنځه جنګي الوتكې نسكورې كړې شوي او يو ډرون هم په نښه كړے شوے دغسې په لائن اف كنټرول د هند يو شمېر پوستې هم وېجاړې كړې شوي۔ عطاء تارړ ووئيل نن د هند ميډيا هم خپله ماتې تسليمولو سره د نسكورو شوو جنګي الوتكو ملبه ښودلې٬ زمونږ ځواكونو د دښمن په حدود كښې دننه كاروائي كړې۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ مېړني پوځيانو په مړانه د صورتحال مقابله كړې ٬ د پاكستان ټول قام خپل بهادر پوځ سره ولاړ دے۔ وفاقي وزير عطاء تارړ ووئيل وزيراعظم نن د قامي سلامتيا كميټۍ غونډه رابللې ده چې پكښې به د اوسنۍ وضعې په غور جاج اخستلے شي۔ ده ووئيل پاکستان د پهلګام په پېښه د تحقيقات ووئيل خو ولې هند د دې نه هم وتښتېدو٬ نن د بريد نه وروستو هم ھغسې وتښتېدو، پاکستان نن هند ته كره ځواب وركړو او هند په سپېن بېرغ هسك كولو مجبور شو۔ وفاقي وزير د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل د هند ميډيا پخپله اعتراف كوي چې جنګي الوتكې رانسكورې كړې شوي٬ د زيان نور تفصيلات به ډېر زر رامېنځ ته شي۔ ده ووئيل د پاکستان وسله والو ځواكونو يوازې جنګي هدفونه په نښه كړي٬ سول آبادي ئې نه ده په نښه كړې ځكه چې زمونږ وسله وال ځواكونه د وظيفائي اصولو په بشپړه توګه پابند دي۔ عطاء تارړ ووئيل د جنګ هم آداب وي٬ كه دښمن وي نو هم كم ظرفي پكار نه ده چې بې ګناه وګړي په نښه كړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل نن د خبريالانو يو پلاوې مريدکے او بهاولپور ته د بوتللو منصوبه وه دغسې چې نړيوالې ميډيا ته وښودلې شي چې په دغه سيمو كښې د هر ډول ترهګرو كمېپ نشته۔ ده واضحه كړه چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د فرنټ لائن سټېټ دے چا چې د 90 زره نه زياتې قربانۍ وركړي٬ هند خپله په ترهګرۍ كښې ملوث دے٬ هند په امريکا، آسټراليا او كاناډا كښې د سكهانو په قتلولو كښې ملوث پاتې شوے او د کلبھوشن ياديو غوندې ترهګر په پاكستان كښې نيولے شوے څوك چې په تخريبي هلو ځلو كښې ملوث ٶ۔ ده ووئيل هند نه دليل لري او نه ثبوت او د پهلګام پېښه كښې اېف آئي آر د پېښې نه څو دقيقې وروسته درج كړے شوے او پوليس يو نيم ساعت وروستو د پېښې ځاے ته رسېدلے۔ وفاقي وزير عطاء تارړ ووئيل ټول قام نن د پاكستان خپلو وسله والو ځواكونو سره ولاړ دے٬ مونږ د نړيوالې ميډيا په وړاندې په واضحه توګه د پاكستان موقف وړاندې كړے خو د هند بيانيه چرته هم په نظر رانغله۔ ده ووئيل هند په بدنيتۍ راغلے ٶ خو چې د پاكستان زمري ورته ورمخې ته شول نو هغوي وتښتېدل او نن ھغوي په سپين بېرغ هسك كولو مجبور شوي دي

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *