اسلام آباد (مانند نیوز) صدر مملکت آصف علی زرداری د قومي اسمبلۍ غونډه (سبا) د مئي په 5 مه نېټه د ګل په ورځ راوبلله۔ د قامي اسمبلۍ ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د قامي اسمبلۍ غونډه د مئي په 5 مه نېټه د ګل په ورځ ماسپخين 5 بجې پارليمنټ هاؤس كښې رابللې ده۔ صدر مملكت د قامي اسمبلۍ غونډه د آئين آرټيكل 54 شق 1 لاندې ترلاسه اختيارات كارولو سره رابللې ده۔ دا به د موجوده قومي اسمبلۍ 16 مه غونډه وي۔ ليکنه چليدنه د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو اعلٰی استازي او نائب صدر جاكالس سره ټېليفوني تماس ٬امن او سيمه ايز استحكام لپاره د پاكستان د عزم پخلے صدر مملكت آصف علي زرداري سره د چين سفير ملاقات ٬ پهلګام پيښې څخه وروستو په پاك – هند وضعيت خبرې