داخله وزير سره د غير ملكي سرمايه كارو پلاوي وليدل لاهور27 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د اتوار په ورځ د غېر ملكي سرمايه كار كمپنو پلاوي ليدلي٬ د ملاقات په مهال د سرمايه كارو تحفظ او سرمايه كاري خوندې كولو لپاره په اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ په دې موقع وفاقي وزير پلاوي ته د هر ډول ممكنه مرسته باوري وركړو۔ وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل چې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كوونكو تحفظ د حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔ په دې موقع د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پلاوي د مسئلو د حل كولو په باور وركولو د داخله وزير محسن نقوي مننه وكړه ليکنه چليدنه افغانستان سره د دوستۍ اړيكو ودې لپاره نائب وزيراعظم اسحق ډار د كابل مهمه دوره كړې۔ د خارجه دفتر وياند پاکستان په ټولو څانګو كښې د هر كاركن د خېرښګرې ودې لپاره پخپل عزم كښې نړيوالې ورورولۍ سره شامل دے۔ وزيراعظم شهباز شريف