اسلام آباد  (مانند نیوز)د ريلويز وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئېلي دي د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د ريلوے مرسته به اقتصادي اړيكې لا ښې كړي او د خلقو ترمينځه به روابط لا قوي كړي۔د جمعې په ورځ په پاكستان كښې د كرغزستان سفير د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي سره ملاقات وكړو ۔دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې په زياتولو هم خبرې وشوې۔سفير اتاخانوف د ريلويز وفاقي وزير حنيف عباسي ته د رېلوے په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه۔وفاقي وزير د كرغزستان سره د اړيكو مستحكم كولو په ضرورت زور راوړولو سره د كرغزستان سره د ريلوے په څانګه كښې د مرستې زياتولو بشپړ باور وركړو۔د كرغزستان سفير ووئيل د پاكستان په موجوده حالات كښې ښه والے راغلے٬معيشت قوي شوے۔د كرغزستان سفير د ريلوے وزير حنيف عباسي ته پاكستان –كرغزستان بين الحكومتي كمېشن په غونډه كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه۔په دې موقع د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د ريلوے نيټ ورك قوي او تجارتي لارو په پرمختګ هم خبرې وشوې۔دواړه ډلې اقتصادي اړيكو ته ودې وركولو ته هم صلاح شوي۔حنيف عباسي د كرغزستان سره د ريلوے مرسته لا مستحكمولو د عزم څرګندونه كولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي روابط او سفري آسانۍ په ښه كولو هم زور راوړو۔دغسېد پاكستان او كرغزستان ترمينځه د ريلوے په څانګه كښې پرمختګ لپاره په تكنيكي تبادلو او په شريكو پروژو هم خبرې وشوې۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *