اسلام آباد  (مانند نیوز) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د ایران حکومت دې په سېستان ولايت كښې د شهيدو شوو اته پاكستانيانو قاتلانو ته سزا وركري، د بجلۍ په بيعه كښې كمي سره به كورونو او صنعتي مصرف كوٶنكو پشمول نور صارفین مستفید شي ۔ د دې خيالاتو څرګندنوه ده د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د صدر مملکت آصف علی زرداري صحت اوس ښه دے او كور ته منتقل شوے ٬ د ھغوي مكمل روغتيا لپاره لاس په دعا يو۔ ده ووئيل د ایران په سیستان صوبه كښې اته بې ګناه پاکستانیان د ترهګرۍ په پېښه كښې شهيدان شوي ٬ د دغې چې څومره غندنه وشي لږه ده٬ په دې معامله خارجه وزير اسحاق ډار د ايران خپل همڅنګ سره خبره كړې ده٬ هيله لرو چې د يران حكومت به قاتلانو ته سزا وركړي۔ ده ووئيل د خزانې وزير پشمول د نورو اړوندو چارواكو په بشپړه معاونت د برېښنا په بعيه كښې 7.50 روپۍ د يونټ په سر كمے شوے ٬ دې سره به د كورونو او صنعتي مصرف كوٶنكو پشمول نور صارفین مستفید شي، د برېښنا په بيعه كښې كمے كول ګران ؤ چې پكښې مونږ كامياب شو او قام ته په اجتماعي توګه د اختر ډالۍ وركړې شوه ٬ ۔ وزیراعظم ووئيل په نړيواله كډه د تېلو په بيعه كښې د مختلف وجوهاتو په سبب لاندې باندې روان دے، نن په 15م اپرېل به د تېلو په بيعه كښې د كمې اعلان وشي۔ وزیراعظم ووئيل په نړيوال ماركيټ كښې د تېلو په بيعه كښې شوے دغه كمے صارفینو ته د منتقل كولو په ځاے به دغه پېسه د بلوچستان مهمې سترې لارې این۔25 (چمن -کوئټه-قلات -خضدار- کراچۍ) ډبل كولو لپاره استعمالولې شي دغسې چې د بلوچستان اولس لپاره د سفر ښه سهولتونه په لاس ورشي۔ وزیراعظم امر وكړٶ چې د قامی لارې بحالي دې د موټروے په معيار وكړې شي٬ دې بچت څخه به د کچھی کینال فیز 2 هم بشپړ كړې شي چې ورسره به د بلوچستان ډېره زمكه د اوبه خور شي او د صوبې پشمول پاكستان كښې به خوشحالي راشي ۔ ده ووئېل د بلوچستان وزیراعلیٰ سرفراز بګټی څوك چې په خاص توګه د وفاقي كابينې په غونډه كښې ګډون كولو٬ د بلوچستان اولس لپاره د این 25 د بحالی په منصوبه او په نورو پرمختيائي منصوبو د وزیراعظم مننه وكړه

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *