اسلام آباد (مانند نیوز) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي صوبې چې مضبوطې وي نو وفاق به مضبوط وي، د اوبو د وېش قانون شته٬ مونږ په جمهوريت باور لرو٬ مونږ ته ټولې صوبې ګرانې دي٬ د خبرو د لارې مسئلې هوارول غواړو٬ د مخالفې ډلې مشر د خپلې رويې څخه ثابت كړه چې ھغه يو نااهل اپوزيشن ليډر دے، ھغه د اولسي مسئلو حل له سنجيده نه دے۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د څرګندونو په مهال ده ووئيل صوبې چې مضبوطې وي نو وفاق به مضبوط وي٬ په دې ايوان كښې ھغه سياسي ګوندونه موجود دي چا چې په تېرو څو كلونو كښې د جمهوريت استحكام او د وفاق مضبوطيا لپاره كردار لوبولے او بلها قربانۍ ئې وركړي چې مثال نه لري، مونږ د جمهوري عمل برخه يو٬ مسلم ليګ ن يو جمهوري ګوند دے٬ مونږ يو څيز بلډوز كول او خپله رائے په بل د ورتپلو باور نه لرو۔ ده ووئيل په هېواد كښې آئين او قانون شته٬ د كال 1991 د اوبو د وېش په تړون د ټولو صوبو لاسليك موجود دے، ھغه لوظنامه د نواز شريف په حکومت كښې شوې وه، دې پارلمان د ارسا ايکټ 1992ء منظوري وركړې٬ د دې اېكټ له مخې د اوبو سپېځلي ويش په حواله په انصاف اډانه نظام وضع كړے شوے۔ ده ووئيل صوبې چې قوي وي نو وفاق به مضبوط وي٬ مونږ ته د دې هېواد څلور واړه صوبې٬ ګلګت بلتستان او آزاد کشمير هم دومره خوږې دي څومره چې پنجاب دے، ده ووئېل سندھ اولياء کرامو زمكه ده، ھغې سره زمونږ مينه مقدس حېثيت لري۔ وفاقي وزير ووئيل د مخالفې ډلې مشر د خپلې رويې څخه ثابت كړه چې ھغه يو نااهل اپوزيشن ليډر دے۔ وفاقي وزير د خپلې وېنا په پاے كښې دې شعر سره د اپوزيشن ليډر په کردار رڼا واچوله۔ ليکنه چليدنه د سيد يوسف رضا ګيلاني خپلې روسي همڅنګې ویلنټا مټوینکو سره په تاشقند كښې د 150مې انټر پارليمنټری یونین اسمبلۍ په موقعه ملاقات د وزيراعظم شهباز شريف د پي آئي اے په ګټوره اداره جوړيدو د خوشحالۍ څرګندونه