اسلام آباد (مانند نیوز) وزیراعظم شهباز شریف د 2 لسيزو له خسارې وروستو د پي آئي اے په يوه ګټوره اداره جوړېدو د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې كه پاك پروردګار ته منظور وي زمونږ سباؤن روښانه دے۔ د شورو په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ “اېكس” خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د پاك پروردګار په فضل نن قام ته يوه بله خوشخبري ترلاسه شوه٬ پاکستان انټرنېشنل ایئرلائن (پی آئی اے) شل كاله پس په اولني ځل د ګټې كولو جوګه شوې ده۔ ده ووئيل د پي آئي اے څو لسيزو څخه له خسارې سره مخ پاتې كېدو وروستو دا پېشرفت ممكن شوے٬ كه پاك پروردګار ته منظور وي زمونږ سباؤن روښانه دے۔ وزیراعظم ووئيل دا په زړه پورې كاميابي د پاك پروردګار د فضل او بيا د هوابازۍ وزير خواجه آصف په مشرتابه كښې د غوره ټيم ورك نتيجه ده۔ ليکنه چليدنه صوبې چې مضبوطې وي وفاق به مضبوط وي، د اوبو د وېش قانون شته٬ مونږ په جمهوريت باور لرو٬ د خبرو د لارې مسئلې هوارول غواړو٬ د مخالفې ډلې مشر د خپلې رويې څخه ثابت كړه چې ھغه يو نااهل اپوزيشن ليډر دے۔ عطاء تارړ د نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار د سعودي خارجه وزير شهزادہ فيصل بن فرحان السعود سره ټېلي فوني تماس