اسلام آباد۔(مانند نیوز) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني او د هغه روسي همڅنګې ویلنټا مټوینکو ترمينځه په تاشقند كښې د 150مې انټر پارلېمنټری یونین (IPU) اسمبلۍ په موقع ملاقات وشوي په كوم كښې چې د پاكستان او روسيه د اړيكو زياتېدونكې اسټرېټجك اهميت او دوه اړخيزه او سيمه ايزه مرسته زياتولو كښې د پارليماني سفارتكارۍ كردار په ډاګه كړې شو۔ د اتوار په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ ميډيا ډائرېكټورېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن د دواړو هېوادونو ترمينځه امن ٬ سلامتيا او په نړيوالو چارو كښې د ګڼ اړخيزه همكارۍ په حاجت زور راوړو۔دواړو لارښودو د پارليماني ترمينځه ادارہ جاتی تړون ته د ودې په وركولو اتفاق وكړو۔ پاکستان سيمه ايز استحكام ته په وده وركولو كښې د روسيه د هڅو ستائنه وكړه او د موسمیاتی بدلون ٬ غذائي تحفظ او د نشائي توكو په ضد د اقداماتو په تناظر كښې يۍ د اېس سی او ملګرو ملتونو په څير نړيوال فورمونو د رابطو لا زياتولو عزم څرګند كړو۔ دسېنېټ چيئرمېن په افغانستان كښې سيمه ايز امن لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو او بشپړ سياسي حل او بشري مرستې په حاجت يۍ زور راوړو۔ ليکنه چليدنه د سعودي عربستان په فلسطيني كډوالو د اسرائيلي جارحيت غندنه صوبې چې مضبوطې وي وفاق به مضبوط وي، د اوبو د وېش قانون شته٬ مونږ په جمهوريت باور لرو٬ د خبرو د لارې مسئلې هوارول غواړو٬ د مخالفې ډلې مشر د خپلې رويې څخه ثابت كړه چې ھغه يو نااهل اپوزيشن ليډر دے۔ عطاء تارړ