اسلام آباد (مانند نیوز) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د اطلاعاتو پخواني سيكتر خواجه اعجاز سرور په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د خالي په ورځ د ارواښاد كورنۍ سره غمرازي او خواخوږي كولو سره په خپل بيان كښې وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ووئيل د خواجه اعجاز سرور د مرګ خبر په اورېدو راته سخت خفګان وشو۔ ارواښاد يو باوقار ٬ مخلص او تجربه لرونكې شخصيت ؤ چا چې د اطلاعاتو څانګې په پرمختګ او د قامي بيانيې په فعاله ترجمانۍ كښې مهم كردار ترسره كړو۔ عطا تارړ ووئيل د ارواښاد خذمات به تر اوږدې مودې ياد ساتلې شي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *