تاشقند  (مانند نیوز) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي ټرانس افغان ريلوے پراجيکټ به ګيم چينجرمنصوبه ثابته شي، پاکستان په منصوبه عملدرآمد له عزم لري٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د توان، کان کني، معدنيات، ټيکسټائل،آئي ټي او د سېلګرۍ په څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره پراخه استعداد موجود دے، د دواړو هېوادونو سوداګر دې د مشترکه منصوبو د لارې په تجارتي اړيكو كښې اضافې لپاره خپل كردار ولوبوي۔ ده دا خبره د شورو په ورځ په تاشقند كښې د پاکستان ازبکستان بزنس فورم ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د ازبكستان نوموړي فلسفي او شاعر علي شيرنووائے يو ځل وئيلي وٶ اقتصادي نمو څخه ښارونه سوكاله كېږي٬ د بزنس فورم تابيا سره به نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمېنځه شريكې استفادې لپاره تجارت او سرمايه کارۍ كښې اضافه وشي بلكې د يو بل د تجربو څخه د استفادې به موقع هم ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل د ازبکستان صدر سم وئيلي دي د دواړو هېوادونو سوداګر او سرمايه كار د يو بل کمپيټيټر نه دي بلكې په ټولو ممكنه څانګو كښې شريكې استفادې لپاره يو بل سره مرسته كوي، ده ووئېل بزنس فورم زمونږ مشترکه هدفونو او د هيلو له مخې د شريكو خوبونو بشپړتيا لپاره د اهميت وړ دے٬ زه د پاکستانو سوداګرو او سرمايه كارو سره سره د ازبکستان د صدر هم مننه كوم چا چې د مصروف شېډول باجود په دې مهم كنفرنس كښې ګډون وكړو او صنعت كارۍ٬ تجارت او سرمايه كارۍ كښې اضافې لپاره ئې د يوې هيلې او عظيم عزم څرګندونه وكړه ۔ وزيراعظم ووئيل ما د ازبکستان صدر سره په بېلا بېلو څانګو كښې شريكې مرستې ته ودې وركولو په چارو تفصيلي خبرې وكړې٬دې سره به په يقيني توګه د دواړو هېوادونو د سوداګرو او سرمايه كارو لخوا په شريك تجارت او سرمايه كارۍ كښې د بزنس ټوبزنس لوظنامو هڅو ته وده ترلاسه شي٬ مونږ په ټرانس افغان ريلويز منصوبه هم خبره كړې ٬ دا د اوه اربه ډالرو ماليت يوه لويه منصوبه ده٬ د ازبکستان صدر د دې منصوبې عزم لري او زه باور دركوم چې دا به يوه ګېم چېنجر منصوبه ثابته شي، ده ووئېل دا به د افغانستان د لارې د ازبکستان نه تر پاكستان يوه راهداري وي٬ دې سره به ټولې منطقه كښې د تجارت شكل بدل شي ٬ پاكستان د دې منصوبې بشپړ عزم لري٬ مونږ به د دې منصوبې زر تر زره عملي كولو لپاره نورو هېوادونو سره په ګډه كار كوٶ۔ وزيراعظم ووئېل د کان کنۍ او معدنيات په څانګه كښې ازبکستان پوهه لري٬ پاکستان كښې د کان کن يو شمېر کمپنۍ خام معدنيات رواباسي او ھغه خرڅوي٬ په دې څانګه كښې ويليوايډيشن نه كېږي٬ د كابينې په غونده كښې مونږ دا پرېكړه كړې چې بيا لپاره به داسې كمپنو ته ټهيكه نه وركړې كېږي چا سره چې ډاٶن سټريم صنعت نه وي۔ وزيراعظم ووئيل د توان څانګه هم ډېر اهميت لري ٬ په ازبكستان كښې د ونډ او سولر څخه د زرګونو مېګاٶاټ متبادل توان ترلاسه كېږي٬ په دې څانګه كښې سعودي عرب، قطر او يواے اي هم سرمايه کاري كړې ٬ ما صدر شوکت مرزايوف ته ووئيل چې پاکستان كښې په دې لړ كښې پېداواري استعداد ډېر دے٬ ٬ توان داسې څانګه ده چې پكښې دواړه هېوادونه يو بل سره نزدې مرسته كولې شي۔ وزيراعظم ووېيل پاکستان او ازبکستان كښې خاص اقتصادي زونز يوه بله مهمه شعبه ده۔ د ازبکستان صدر ووئيل دلته ټيکسټائل وينچرز فعاله او جديد مينجمنټ او ټيکنالوجۍ ته اړتيا ده٬ ده په دې لړ كښې د پاكستان سرمايه كارو او سوداګرو ته د مينجمنټ سنبھالولو بلنه وركړه٬ دغسې ليدر،فارما او سرجيکل آلات كښې هم د پاکستان پوهه تسليم شوې ده۔ وزيراعظم ووئيل مونږ په وېزو كښې په رعايت هم خبره كړې او د ازبکستان لخوا نائب وزيراعظم اسحاق ډار له باور وركړے شوے جې د پاكستان بزنس كميونټۍ او حكومتي اهلكارو ته به د تاخير نه غېر ويزے جاري كولې شي چې ورسره به تجارتي اړيكې وده وكړي۔ وزيراعظم ووئيل سېلګري يوه مهمه څانګه ده په دې كښې د دواړو هېوادونو بزنس كميونټي له د مشتركه منصوبو د لارې د سېل په ځايونو سرمايه كاري كول پكار ده٬ دې سره به نه يوازې دواړو هېوادونو بلكې د نړيوالو سېلګرو راتګ هم زيات شي٬ دا زمونږ مشتركه وژن دے كوم چې د دواړو هېوادونو په ګټه دے ۔ وزيراعظم ووئيل کراچۍ او ګوادر پورټ به درآمدات، برآمدات او ټرانزټ ګډز لپاره تجارتي حب وي٬ اېن ايل سي د افغانستان د لارې تر مېنځنۍ آسيا هېوادونو سامانونه رسولې شوي٬ مونږ دې ته سلا شوې يو چې د سامان وړلو راوړلو لپاره اين ايل سي به د ازبکستان ادارې سره په ګډه مشتركه كمپني جوړوي ٬ دا د دواړو هېوادونو ترمېنځه يوه بله مهمه كاميابي ده۔ وزيراعظم په تود هركلي د ازبکستان صدر او د اولس مننه كولو سره ووئيل په اسلام آباد كښې د خپل ورور هركلي ته سترګې په لار يم۔ ده ووئيل پاکستان او ازبکستان به په ګډه په نړۍ كښې خپله كردار لوبوي۔ د دې نه وړاندې د ازبکستان صدر شوکت مرزايوف فورم ته خپلې وېنا كښې ووئيل د پاکستان قيادت او بزنس كميونټي سره په ټولو څانګو كښې د ممكنه مرستې په وده د خيالاتو څرګندونه شوې ٬ مونږ په بېلا بېلو څانګو كښې د ممكنه مرستې په وده هم خبرې كړي٬ مونږ په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو عزم لرو، د ازبکستان په دوره كولو مونږ خوشحاله شوې يو او مونږ د پاكستان د سوداګرو هركلے كوو٬ زه د خپل او د ازبک اولس لخوا د زړه د اخلاصه د وزيراعظم په قيادت كښې د پاکستان حکومت له د دوري په كاميابو مباركي وركوم۔ ده ووئيل شريكې مرستې زياتولو لپاره مونږ د پاكستان قيادت سره تفصلي خبرې كړي او كمپنو ته د ورمخې ته مسئلو احاطه شوې ٬ مونږ حكومتي كمېشن د اعليٰ كچ په تذويراتي شراکت دارۍ بدلوٶ٬ د پاكستان وزيراعظم او د ازبکستان صدر به په دوه مياشتو كښې يو ځل او هره مياشت به د دواړو هېوادونو اړوند شخصيات او ادارې يو بل سره رابطه كوي دغسې چې په شريكو لوظنامو او د مفاهمت د ياددښتونو په دستاويزات عملدرآمد ممکن كړې شي۔ د پاکستانو سوداګرو هركلي كولو سره ازبك صدر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه دا مهال د 400 ملين ډالرو تجارت كېږي چې پكښې د اضافې كولو پراخه موقعې موجود دي۔ ده ووئيل مونږ له به دوه اړخيزه تجارت د 400 ملين ډالرو نه درې اربه ډالرو نه زياتول وي۔ده د پاكستان سوداګر او كاروباري شخصيات ته ووئيل د فورم په مهال دې دوي مونږ د خپلو ستونزو او تحفظات نه خبر كړي ٬ زمونږ وزيران٬ بيوروکريسي او اړوند چارواكي به ستاسو مرسته كوي۔ ده ووئيل زه تل وائيم چې شراکت داري په شريكه استفاده اډانه پكار ده٬ يو اړخيزه ګټې سره مونږ د شريكې مرستې هدفونه نشو سر كولې۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف سره ما په ټرانس افغان ريلوے منصوبه خبرې كړي او په دې لړ كښې د درې واړو هېوادونو په درې هېواديزه كمېټۍ جوړولو سلا راغلې ، دې منصوبه عملي كولو سره به نه يوازې ختيزه اسياء٬ سوئيلي اسياء او د مېنځنۍ آسيا ترمېنځه رابطې زياتې شي بلكې محفوظ او په ارزان ټرانسپورټ اډانه تجارت به هم زيات شي۔ ده ووئيل ازبکستان په بېلا بېلو څانګو كښې د پاكستان نه زده كړه كول غواړي٬ دا ډول فورمز كولو سره به مونږ ته د يو بل د تجربو څخه د زده كړې موقعې په لاس راشي۔ ده د پاكستان د سوداګرو له باور وركولو سره ووئيل مونږ پاكستان سره دوه اړخيزه تجارت تر دوه اربه ډالرو زياتول غٶاړو۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *