رياض (مانند نیوز) خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز د تاسيس ورځ په موقع خصوصي پيغام كښې قوم له مباركي وركولو سره وئيلي چې سعودي عرب د پرمختګ پلو روان دے۔اېس پي اے له مخې شاه سلمان بن عبدالعزيز په خپل ايکس اکاونټ جاري شوې پيغام كښې وئيلي چې مونږ د هېواد په جوړولو وياړ لرو د كوم بنياد چې درې پيړۍ وړاندې امن و امان، انصاف او په خالص عقيدے اېښودلې شوي۔ده ووئيل مونږ د هغه وخت نه تر اوسه په دغه لاره روان يو او هېواد په بېلو ميدانونو كښې د پرمختګ پلو روان دے۔دا خبره دې ياده وي چې شاه سلمان بن عبدالعزيز په 27 جنوري 2022 شاهي فرمان جاري کړې ؤ چې له مخې ئې هر كال په 22 فروري د سعودي رياست جوړيدو په اړه د دې ورځ لمانځلو پريكړه شوې وه۔ ليکنه چليدنه د پاکستان او متحده عرب امارات نائب وزيراعظمانو تجارتي او دفاعي مرستي قوي كولو په امکاناتو د خيالاتو څرګندونه وزیراعظم شهباز شریف به نن په باكو كښې مصروفه ورځ تيروي