باکو۔  (مانند نیوز) وزیراعظم شهباز شریف به نن د ګل په ورځ د آذربائیجان په پلازمينه باكو كښې يوه مصروفه ورځ تېروي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به د آذربائيجان صدر الهام عليوف سره ملاقات لپاره زولبا محل ته ځي چرته به چې وزيراعظم ته ګارډ آف آنر وړاندے كولے شي۔ وروستو به د وزيراعظم شهباز شريف او د آذربائيجان صدر ترمينځه دوه اړخيزه او د پلاوي په كچه ملاقات كيږي۔ وزيراعظم او د آذربائيجان صدر به دوه اړخيزه مرستې او همكارۍ ته وده وركولو له د تفاهم يادښتونو او لوظنامو لاس ليك كولو دستوره كښې ګډون او خبري كنفرنس ته خطاب كوي۔ وزیرِ اعظم به د 44 ورځني نګورنو کاراباخ جنګ اتلانو او شهيدانو يادګار ته حاضري كوي۔ وزیراعظم به د پاکستان او آذربائیجان ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ ودې له پاكستان – آذربائيجان بزنس فورم ته خطاب هم كوي۔ د آذربائیجان صدر الهام علیوف به د وزیر اعظم شهباز شریف او پاکستانی پلاوي په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا كوي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *