اسلام آباد  (مانند نیوز) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د متحده عرب امارات خپل همڅنګ شيخ عبدالله بن زيد النهيان سره ملاقات کړې چې پكښې د ورورولۍ په پخوانو اړيكو لا مستحکمولو د خيالاتو څرګندونه شوي۔د متحده عرب امارات نائب وزيراعظم او خارجه وزير په بلنه په ابوظهبي كښې شوي ملاقات كښې دواړه اړخه د تجارت، سرمايه کارۍ، توان ، دفاع او اوسي رابطو پشمول په مهمو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي په زياتولو د خيالاتو څرګندونه شوي او امن، استحکام او شريكي سوكالۍ ته د ودي وركولو په اهميت زور راوړې شوي۔ سينيټر اسحاق ډار د متحده عرب امارات قيادت ته د 11 نه تر 13 فروري 2025 دبئي كښې ورلډ ګورنمنټ سمټ 2025 په كاميابۍ سره په كولو مبارکي وركړه او نړيوالي مکالمے او مرستي ته وده وركولو كښې ئې د متحده عرب امارات په زړه پوري اقدامات وستائل۔ده د متحده عرب امارات سره ګڼ اړخيزه شراکت داري قوي كولو د پاکستان د عزم پخلے وكړو او متحده عرب امارات كښې مېشته پاکستانيوں کردار ئې رامخې ته كړو او دغه ئې د دواړو هېوادونو ترمينځه پل وګرځولو۔ سينيټر محمد اسحاق ډار د متحده عرب امارات د اړخه د پاکستان معاشي پرمختګ او سوكالۍ لپاره پرله پسې په مرسته كولو مننه وكړه۔د دې په ځواب كښې شيخ عبدالله بن زيد النهيان د پاکستان سره خپل تزويراتي اړيكو قوي كولو له د متحده عرب امارات كلك عزم پلخے وكړو۔ده سيمه ايز استحکام كښې د پاکستان د مهم کردار اعتراف وكړو او د متحده عرب امارات په پرمختګ كښې د پاکستاني کميونټۍ مثبت کردار ئې وستائلو۔ دواړو لارښودو شريكي اړيكي لا مستحکمولو او د شريكي خوښي په سيمه ايززو او نړيوالو چاري همغږۍ لپاره ئې باقاعدګۍ سره د اعلي پائې رابطے او مشاورت جاري ساتلو ته اتفاق وكړو۔د ملاقات اختتام په مثبت انداز كښې شوې۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *