اسلام آباد (مانند نیوز) وزيراعظم شهباز شريف په غزه كښې د جنګ بندۍ لوظنامې هركلي كولو سره وئيلي دي پاكستان به د غزه بيا رغونې په پړاؤ كښې خپل هر ممكن كردار ترسره كوي٬ ګودار د پاكستان پرمختګ لپاره د يو مهم اقدام حېثيت لري٬ د پاكستان تر ټولو لويې ائيرپورټ پرانسته خوشبينه ده٬ اخلاص ٬ خوارۍ او ټيم ورك سره به د پاكستان معيشت مستحكم كړؤ۔ د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډه ته خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل په غزه كښې په لويه كچه د وينو تويولو او تباھۍ څخه وروستو 42 ورځو لپاره جنګ بندي شوې ٬ دعا ده چې دا جنګ بندي دايمي وي ٬ له پنځوس زرو څخه زیاتې فلسطیني مېندې، خوېندې، مشران، ماشومان، ځوانان، انجینران او ډاکټران شهیدان شوي او يو شمېر ښارونه له مينځه تللي٬ ده ووئېل پاكستان به د خپلو فلسطينيانو ورونړو آزادۍ او په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره بشپړ غږ پورته كوي٬ مونږ د فلسطینیانو په مرسته كښې خپله برخه اچولې ده او كله چې د بیا رغونې پړاو پیل شي، مونږ به خپل هر ممكن كردار ترسره كړؤ۔ دا زمونږ فرض دے كوم به چې د پاك پروردګار رضا لپاره ترسره كړؤ۔ وزيراعظم د ګوادر ائيرپورټ په رسمي توګه د آپرېشنل كېدو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل دا منصوبه د چين لخوا د 230 ملينو ډالرو په لګښت بشپړه شوې٬ ګوادر ائير پورټ د پاكستان تر ټول لويې ايئرپورټ شمېرلے شي ٬ كه دا په كمرشل بنيادونو آپرېټ كيږي نو دا به د بلوچستان او پاكستان معيشت لپاره زيات مهم وي۔ وزيراعظم ووئيل كوم كسان چې پاكستان سره دښمني كوي او په مرګ ژوبله كولو كښې بوخت دي هغوي دې په دې خبره پوهه شي چې دې سره نه يوازې د بلوچستان اولس ځپلې كيږي بلكې دا پاكستاني قام سره هم ښكاره دښمني ده۔ د چین په څير دوست هېواد د خپلو وسائلو په كارولو پاكستان ته دا ډالۍ وركړې٬ د دې بايد قدر وكړے شي۔ وزيراعظم ووئيل ګوادر د پاكستان پرمختګ لپاره د يو سنګ ميل حېثيت لري۔ وزيراعظم د نړيوال بانك د اوږد مهالې شراكتدارۍ د فريم ورك هركلے وكړو د كومې له مخې به چې په راتلونكو لسو كلونو كښې د 20 اربه ډالرو سرمايه كاري وشي۔ وزيراعظم ووئيل موسمياتي بدلون او سماجي څانګې لپاره دې پور څخه به زمونږ د سماجي څانګې معيشت لا قوي شي٬ مونږ بايد د دې هركلے وكړؤ او د دې په لاره كښې ولاړ خنډان لرې كړؤ۔ ده ووئيل د آئي ټي په برآمدات كښې پرله پسې زياتوالې كيږي۔ په كال 2024ﺀ كښې برآمدات تر ټولو زيات (348 ملیون ډالر) پاتې شول كوم چې خوشبين دي۔ وزيراعظم د آئي ټي وزارت او اړوندو چارواكو ته مباركي وركولو سره ووئيل مونږ بايد د آئي ټي په څانګه كښې مخ په وړاندې لاړ شوو۔ وزيراعظم ووئيل اقتصادي اشاريې خوشبينه او د دې خبرې علامت دي چې مونږ به اخلاص ٬ خوارۍ او ټيم ورك سره د پاكستان معيشت كه پاك پروردګار ته منظور وي مستحكم كړؤ۔ ده د توان وزارت ته د الېكټرك ګاډو بشپړ پروګرام په رامخې ته كولو هم شاباشے وركړو۔ وزيراعظم ووئيل د روان كال په مهال به حجاج كرام ت زياتې آسانۍ وركولې شي او د هغوي به زيات خيال ساتلې شي۔ وزيراعظم د فتنه الخوارج ختمولو له قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د دې چې څومره هم قدر وكړې شي قام د دې قربانيو پور نه شي ادا كولے

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *