اسلام آباد  (مانند نیوز) د مذهبي چارو وزارت د سيوري لاندې پېښور كښې د حج كونكو وړومبې حج تربيتي وركشاپ د خالي په ورځ په 18جنوري 2025 كنونشن هال، انسټيټيوټ آف منيجمنټ سائنسز، حيات آباد فيز 7، پېښور كښې وشو۔ د مذهبي چارو وزارت ماسټر ټرينر او ډپټي سيكرټري حج آپريشن ناصر عزيز خان او مفتي محمد الياس، خطيب مسجد حاجي كيمپ پېښور حج كونكو له ترتيب سره په انتظامي چارو او مناسك حج تفصيلي بريفنګ وركړو۔انتظامي چارو كښې موبائل ايپ ‘پاك حج’ استعمال، د حج مزل تياري ، لازمي ويكسين شيډول، حاجي كيمپ كښې د موجود سهوليات، د مزل سامان ،ايئرپورټ، د پرواز په مهال ، سعودي عرب ته رسيدلو ،هلته د موجوده رهائش، خوراك او مزل په آسانيو تفصيلي بريفنګ وركړو۔ مفتي الياس حج كونكو ته د وړومبۍ عمرې، حج فرائض، واجبات، احرام تړلو طريقه او په ممنوعات تفصيلي رڼا واچوله۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *