اسلام آباد (مانند نیوز) صدر مملكت آصف علي زرداري په جنوبي وزيرستان کښې د عملياتو په مهال د 13 خوارجيانو په وژلو امنيتي ځواکونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې ټول قام د ترهګرۍ په ضد يو موټے دے، د ترهګرۍ په بشپره توګه له منځه وړلو پورې به د فتنه الخوارج په ضد عمليات دوام لري۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا خپور شوي بيان له مخې صدر د استخباراتو په بنسټ د بريالي عملياتو په مهال د خوارجيانو په وژلو د امنيتي ځواکونو د زړورتيا او مړانې ستاينه وکړه۔ صدر مملكت هېواد څخه د فتنه الخوارج نوغي ويستلو عزم پخلي كولو سره ووئيل امنيتي ځواکونه د ترهګرۍ د عفريت له منځه وړلو لپاره عمليات کوي۔ ده ووئيل چې ټول قوم د ترهګرۍ په ضد يو موټے دے او د ترهګرۍ په بشپړه توګه ختمولو پورې به د فتنه الخوارج په ضد عمليات دوام لري۔ ليکنه چليدنه د پاكستان په ضد ناوړه سازشونه به ناكامه كوؤ ٬ د اتومي پروګرام به كومه سودا كولې نه شي ٬ هيله ده چې پي ټي آئي سره مذاكرات كاميابېدو سره به هيواد كښې امن او معاشي استحكام راشي: وزيراعظم شهباز شريف هيڅ څيز له آئين او قانون څخه بهر نه دے ٬ رائټ ټو فيئر ټرائل باوري كړے شوے دے ٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير خبري كنفرنس