اسلام آباد(مانند نیوز) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئيلي دي چې د خېبر پښتونخوا وزيراعلی پخپله پټ شوے دے٬ د كے پي كے وزيراعلی د وكټ دواړه اړخونو ته لوبه كوي۔ د اتوار په ورځ په اسلام آباد كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل هېواد سره دښمني د پي ټي آئي ايجنډا ده٬ دا خلك د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) غونډه لمينځه وړل غواړي۔ په تېر وخت كښې هم د چين د صدر دوره لمينځه يوړلې شوه۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا وزيراعلی پخپله پټ شوے دے٬ هغه د وكټ دواړه اړخونو ته لوبه كوي۔ ليکنه چليدنه په طولکرم کيمپ بريد د نړيوال قانون او بشري اصولو خلاف ورزي ده :او آئی سی د سعودي عربستان او جمهوريه چيك ترمينځه د سياسي مشاورت دويم دور