کوئټه (مانند نیوز) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي کوئټه ته رسېدلے۔ په کوئټه كښې منسټر سيکرټريټ ته په رسېدو د بلوچستان وزيراعليٰ ميرسرفراز بګټي د وفاقي وزير هركلے وكړو۔ محسن نقوي په بلوچستان كښې د امن او امان صورتحال پحقله وزيراعلٰې سره د غونډې مشري كوي۔ غونډه په وزيراعلي هاٶس كښې پېل شوې چې پكښې د صوبې د امن و امان د صورتحال جاج اخستلې كېږي۔ په غونډه كښې د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو كښې د ترهګرۍ د اوسنو پېښو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې د بلوچستان چيف سيکرټري، داخله ايډيشنل چيف سيکرټري، انسپکټر جنرل پوليس، آئي جي فرنټيئر کور نارتھ، آئي جي فرنټيئر کور ساٶتھ، ډي آئي جي سي ټي ډي، ډي آئي جي سپيشل برانچ، ډي جي لېويز او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو لوړ پورو ګډون وكړو ۔ د غونډې نه وروستو به وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي وفاقي وزير محسن نقوي سره ميډيا سره خبرې كوي۔ ليکنه چليدنه د سعودي د اسلامي چارو وزير په قاهره كښې د مصر د اوقاف وزير سره ملاقات وزیراعظم محمد شهباز شریف په بلوچستان كښې د امن او امان صورتحال ښه كولو په اړه د هر ډول ممكنه اقداماتو كولو او د ترهګرو په ضد د بشپړه كاروائۍ امر وكړو