رياض (مانند نیوز) د سعودي د اسلامي چارو وزير شيخ ډاکټرعبداللطيف بن عبدالعزيز آل شيخ په قاهره كښې د مصر د اوقاف وزير ډاکټر اسامه الازهري سره ملاقات کړې دے۔عاجل نيوز له مخې د سعودي د اسلامي چارو وزير په قاهره كښې د مصر د اوقاف وزير سره ملاقات كښې دواړو وزيرانو اسلامي کارونه مخ په وړاندې بوتللو په اړه په بيلو څانګو كښې د شريكې د اړخونو جاج واخست۔ دا خبره دې ياده وي چې د اسلامي چارو سپريم کونسل 35م نړيوال کنفرنس په 25 او 26 اګست کېږي چې پكښې به د 60 څخه زياتو هېوادونو 100 څخه زيات وزيران ، سکالران او د اسلامي ادارو نمائندګان ګډون كوي۔ ليکنه چليدنه محسن نقوي په کرم كښې د پولیس په تهاڼه د ترهه كرو د بريد غندنه وفاقي وزير محسن نقوي کوئټه ته ورسېد