Islamabad: Federal Minister for Interior Syed Mohsin Raza Naqvi and Chief Minister Balochistan Sarfraz Bugti call on Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif on August 27, 2024.

اسلام آباد  (مانند نیوز) وزیراعظم محمد شهباز شریف په بلوچستان كښې د امن او امان صورتحال ښه كولو په اړه د هر ډول ممكنه اقداماتو كولو او د ترهګرو په ضد د بشپړه كاروائۍ امر كړې دې۔ د نهې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف سره وفاقي وزير سید محسن رضا نقوی او د بلوچستان وزیراعلیٰ سرفراز بګټي ليدلي۔ وفاقی وزیر او د بلوچستان وزیراعلیٰ وزیراعظم ته په صوبه كښې د امنيت په مجموعي صورتحال تفيصلي بريفنګ وركړو۔ وزیراعظم ووئيل په بلوچستان كښې تېره ورځ رامخې ته شوې د ترهګرۍ بريدونه بزدلانه كاروائۍ وې چې هېڅ جواز ئې نشي وړاندې كېدې، زمونږ مېړنو ځواكونو خپل ځانونه قربانولو سره د ترهګرو عزائم خاورې كړې دي۔ وزیراعظم په بلوچستان كښې د امن او امان صورتحال ښه كولو په اړه د هر ډول ممكنه اقداماتو كولو او د ترهګرو په ضد د بشپړه كاروائۍ امر وكړو۔ ده ترهګر په توګه كولو سره د دوي په ضد د بشپړه كاروائۍ هم امر وكړو

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *