اسلام آباد  (مانند نیوز )د بېنظير انكم سپورټ پروګرام چيئرمېن سېنېټر روبينه خالد سره د بينك الفلاح صدر/سي اي او عاطف باجوه او د ډيجيټل بينكنګ ګروپ مشر يحيٰی خان بي آئي اېس پي هېډكوارټر كښې ليدلې دي۔په ملاقات كښې مستحق مېرمنو له رقم وركولو كښې شفافيت او د هغوي عزت نفس باوري كولو ته پام لرنه شوې۔د خبرو اترو په مهال روبينه خالد د بينك په نمائندګانو زور راوړو چې د بي آئي اېس پي مستحق مېرمنو له د كلائنټس په حېث ترجيح وركړي او د وظيفې د روپو څخه كټوتي ختمولو له عملي اقدامات وكړي۔د دې نه ځانله بي آئي اېس پي څخه استفاده كوؤنكو لپاره په تكنيكي او د هنر تربيې په اړه خبرې اترې وشوې۔عاطف باجوه د بي آئي اېس پي څخه استفاده كونكو لپاره د پائلټ پړاؤ په توګه د هنر تربيتي منصوبې په پېل كولو كښې خوښي څرګنده كړه۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *