اسلام آباد (مانند نیوز) وزیرِاعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي حکومت ځوانانو له د جدید هنر او پیشه وره تعلیم وركولو لپاره سرمایه كارۍ كولو له لوظي دے،ځوانانو له به د ژوند په ټولو څانګو كښې د پرمختګ او وقار لپاره جدید هنر او پیشه وره تربیه باوري كولې شي۔د ځوانانو لپاره د هنر نړيوالې ورځ په موقع خپل پیغام كښې وزیراعظم ووئيل د پاکستان تر ټولو لوئي طاقت زمونږ صلاحیت لرونكې ځوانان دي۔ د پاکستان سباؤن روښانه كولو لپاره ځوانانو له جدید هنر وركول د وخت ضرورت دے۔پرمختګ كوونكې قامونه خپلو ځوانانو له هنر وركولو كښې سرمايه كاري كوي۔ حکومت خپلو ځوانانو له جدید تعلیم، یو ډول د پرمختګ موقعو وركولو سره سره د نړۍ سره سيالي كولو لپاره جدیده پیشه وره تربیه وركوي۔ وزیرِاعظم ووئيل د انفارمېشن ټیکنالوجي په څانګه كښې 3 لکهه او جدید زراعت لپاره يو زر ځوانان پیشه وره تربیې لپاره چین ته د لېږلو اقدام ، كوم چې د چين اوسنۍ دورې په مهال ترسره شوے،د حکومت د دې عزم پخلے دے ۔په دې لړ كښې نه يواځې ميرمنې بلکه پسماندہ سيمو څخه تعلق لرونكو ځوانانو ته خاص پام لرنه كېږي۔وزیراعظم ووئيل په قامی كچه هم د انفارمېشن ټیکنالوجی په څانګه كښې تربیتی پروګرامونه روان دي۔ نیوټيك (NAVTTC) ترمخه د ادارو د اصلاحات عمل هم پيل كړے شوے۔ جكومت نیوټيك او د هغې شراکتی ادارو سره په ګډه ګڼو ځوانانو له د مارکیټ ایبل هنر او پیشه وره تربیې وركول باوري كوي۔ وزیرِ اعظم ووئيل ځوانانو له به د ژوند په ټولو څانګو كښې د پرمختګ او وقار لپاره جدید هنر او پیشه وره تربیه باوري كولې شي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *