اسلام آباد (مانند نیوز) د مواصلات، نجکاري او د سرمايه کاري بورډ وفاقي وزير عبدالعليم خان په مشرۍ كښې په اېن اېچ اے كښې غونډه شوې چې پكښې د سندھ، بلوچستان او خېبرپښتونخوا د بېلا بېلو سترو لارو په جوړولو او بيا رغونې بريفنګ وركرې شوې۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل اېن اېچ اے ته نوې ټاسك او محكمانه اېكشن پلان وركړې شوې دې٬ وړومبې ترجيح د كراچۍ نه تر سكهر معياري او محفوظ موټروے جوړل دي،د کراچۍ نه تر کوئټه او د مانسهره نه تر بابو سر ټاپ سترې لارې جوړول دې په سمدستي توګه پېل كړې شي، اېن اېچ اے له به ريونيو زياتولو لپاره خپل فنډز زياتول وي، يوازې په حکومت دې انحصار ونه كړې شي۔ عبدالعليم خان ووئيل سركاري فنډز به ضائع كېدو له نه وركوٶ په ، کرپشن به “زيرو ټالرنس” وي۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ د روډ نېټ ورك اصل هدف د مېنځنۍ آسياء هېوادونه پكار دي۔ ده ووئيل چې پخوانې سسټم ترك كولو سره به اېن اېچ اے له د نجي څانګې مقابله كول وي٬ اتهارټۍ په سعوديه، يو اے اي او نورو هېوادونو كښې كنټرېكټ ترلاسه كولئ شي۔ ده ووئيل چې په لاهور سيالکوټ موټروے او په ټول موټروے نېټ ورك دې “اېم ټيګ” باوي كړې شي۔ په دې موقع وفاقي وزير په بېلا بېلو منصوبو د ملټي نيشنل کمپنيو څخه د تھرډ پارټي اويليويشن امر وكړو۔ ليکنه چليدنه د سعودی عرب ولی عهد سره د امریکې سېنېټر ملاقات، د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه د صنعت او پيداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې د سمال ميډيم انټرپرائز ډويلپمنټ قامي رابطه كمېټۍ 11مه غونډه