اسلام آباد (مانند نیوز) د اېف بي آر چيئرمېن امجد زبېر ټوانه وئيلي دي د يو نان فائلر موبائل سم د نوټس نه غېر نه دې بلاك كړے شوے۔ د زيارت په ورځ د پوسټ بجټ پرېس كنفرنس په مهال د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل نان فائلر ته وړومبے نوټس وركړے كېږي او د دغې نه پس ورته يو ريمائنډر هم لېږلے شي او د دغې نه پس ئې سم بندېږي۔ ده ووئيل 3 زره 800 اربه روپۍ په ټېكسونو كښې 1751 اربه روپۍ به پاليسي مداخلت څخه ترلاسه كېږي او باقي پاتې به خود مختار او د جي ډي پي ګروتھ څخه جنرېټ كېږي، ده ووئېل د کورټ کيسز څخه هم د شارټ فال ترسره كېدو اميد دے۔ د اېف بي آر چيئرمېن ووئيل د پي او اېس انعامي سكيم به بيا پېل كولې شي۔ ليکنه چليدنه د حج ضوابط او هدايات په خلاف ورزۍ ځينې كسان نيولې شوي ٬د سعودي داخله وزارت د كرم دهمکه شهيدان پوځي درناوي سره خاورو ته وسپارلې شوو٬ آئي ايس پي آر