اسلام آباد (مانند نیوز) په پاكستان كښې د ايران سفارتخانې د چورلكې په پېښه كښې د شهيد شوي ايران صدر سيد ابراهيم رئيسي٬خارجه وزير حسېن امير عبدالهيان او د هغه ملګرو په ياد كښې دعائيه دستوره وشوه۔د دستورې كوربتوب د ايران سفير رضا امير مقدم كړې۔په دستوره كښې په پاكستان كښې عراق سفير او د سياسي مذهبي ګوندونو لارښودو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو ګڼ شمېره كښې ګډون كړې۔دستورې ته په پاكستان كښې د ايران سفير رضا اميري مقدم٬د ملي يو والي كونسل مشر ابوالخير محمد زبير او نور مشرانو وينا كړي۔مقررينو د ايران صدر او د هغه ملګرو په ناڅاپي مرګ د افسوس څرګندونه كولو سره هغوي ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړې۔په دې موقع د ارواښادو بخښنې لپاره هم دعا وشوه۔ ليکنه چليدنه د نواز شریف عزم او د قام دعاګانې وي چا چې په نن ورځ د هېواد دفاع ناقابل تسخیر جوړه كړې ۔ خواجه محمد آصف د پاکستاني حج كوؤنكو د راتګ لړۍ روانه ده،د 170 پروازونو د لارې 41 زره 477 حج كوؤنكي سعودی عربستان ته رارسيدلي ۔ د مذهبی چارو وزارت وياند