اسلام آباد (مانند نیوز) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق رفح فلسطین كښې د پوځي عملياتو مخنيوي په اړ د انصاف نړيوال عدالت د پريكړې هركلے كولو سره وئيلي چې رفح كښې د اسرائیل پوځي عملياتو مخنيوي په اړه د انصاف نړيوال عدالت پريكړه خوشبينه ده۔اسپیکر میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بیان له مخې سردار ایاز صادق وئيلي چې نړيوال عدالت د اسرائیل جارحیت او بربریت حقائق د نړۍ په وړاندې دے،غزه نه پس رفح كښې د 7 مئی څخه د فلسطینیانو نسل کشی روانه ده۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل 36 زره څخه زيات فلسطینیانو قتل عام، چې پكښې ګڼ شمير ماشومان او ميرمنې شاملي دي ،په هغې انسانیت شرمنده دې،اسرائیل په فلسطین كښې 84 زره څخه زيات كسان ژوبل كړې دغسې ګڼ شمير بے كوره شوې دي۔ده ووئيل پاکستان د آزاد فلسطینی ریاست جوړولو او 1967 سرحدی معاهدے بشپړه حمایت کوي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل اسرائیل دې په سمدستي توګه د جنګ بندۍ اعلان وكړي د مرستې رسنې په اړھ دې ټول خنډان لري كړي۔ ليکنه چليدنه سی پیك په منطقه كښې د بدلون راوستونكې قوت په توګه رامخې ته شوے، د كومو منصوبو چې تصور نه ؤ هغه اوس د حقیقت شكل مومي ۔احسن اقبال پاکستان عمر له د تائیوان په اړه د چین موقف اصولی حمایت کړې كوم به چې په سباؤن كښې هم كولې شي۔وزیراعظم محمد شهباز شریف