اسلام آباد  ( مانند نیوز ) د سعودی عرب د سرمایه کارۍ نائب وزیر ابراهیم المبارك په مشرۍ كښې 50 كسيزه اعلی پائې تجارتی پلاوې پاكستان ته رارسيدلې دې۔د تجارت وفاقی وزیر جام کمال خان او د ِ پیټرولیم وزير مصدق ملك په نورخان ایئربیس د سعودی ميلمنو هركلے وكړو۔د تجارت وفاقی وزیر جام کمال خان په دې موقع په خپلو خبرو كښې ووئيل د سعودی پلاوي د پاكستان د دورې مقصد پاکستان كښې د کاروبار په بيلو موقعو د دواړو هېوادونو سرمایه کارو په خپلو كښې د يو بل سره تجارتی اړيكو ته لا وده وركول دي۔د تجارت وزارت د سعودی همڅنګو سره بزنس ټو بزنس (بی ټو بی)ملاقاتونو لپاره اړوندو څانګو كښې ګن شمير پاکستانی کمپنیو انتخاب کړې دې۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *