لاهور (مانند نیوز ) د پاکستان مسلم لیګ (ن) چیف آرګنائزر او د پخواني وزير اعظم نواز شريف لور مريم نواز شريف 220 رايې ترلاسه كولو سره د هېواد اولنۍ د پنجاب وزيراعلی وټاكلې شوه۔ د ګل په ورځ د پنجاب اسمبلۍ په غونډه كښې د وزيراعلی ټاكنه وشوه۔ د ټاكنو عمل كښې مخالفې ډلې سني اتحاد كونسل برخه وانخسته۔ د پنجاب اسمبلۍ سپيكر ملك احمد خان نتيجې اعلان كولو سره ووئيل چې مریم نواز 220 رايې ترلاسه كړل او ددې په مقابله كښې د آفتاب احمد خان په حق كښې كومه رايې ونه كارولې شوه۔ د پنجاب اسمبلۍ سپيكر د پنجاب وزير اعلی په ټاكل كېدو مريم نواز ته مباركي وركړه۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *