اسلام آباد(مانند نیوز ) د پاکستان سپر لیګ (پی ایس ایل) په انم ایډیشن كښې (سبا) د نهې په ورځ د يو میچ پرېكړه كېږي چې پكښې به د ملتان سلطانز او اسلام آباد یونائیډډ ډلو تر مينځه ملتان کرکټ سټیټیم ، ملتان كښې مقابله وي ، میچ به ماښام7 بجې پېل كېږي ۔ د پاکستان کرکټ بورډ(پي سي بي )تر سېوري لاندې د پي ایس ایل انم ایډیشن خوندورو سيالو لړۍ روانه ده ۔ په ملتان کرکټ سټیټیم، ملتان كښې (سبا) د نهې په ورځ 5 م میچ د ملتان سلطانز او اسلام آباد یونائیټټ ډلو تر مينځه كېږي ۔ د ملتان سلطانز مشري به نامتو وکټ کیپر او بلے باز محمد رضوان کوي ٬ دغسې د اسلام آباد یونائیډډ مشري به نامتو آل رائونډر شاداب خان كوي ۔ ليکنه چليدنه 4 كسيزه قامي ډله به اوپن انټرنيشنل ټین پن باؤلنګ چیمپئن شپ كښې ګډون كوي د پي ټي آئي خېبر پښتونخوا نومولي شوي وزیراعلی سره د ګوند د بېلو تحصیلونو لاړښودو ملاقات