اسلام آباد(اے پی پی) وزيراعظم د بېلو وزارتونو ٬ ډويژنو او دفترونو د كومو قلمدان چې د انچارج وزير په حېث وزيراعظم سره دے ٬ په اړه په سېنېټ كښی پارليماني كارروايۍ لپاره د پارليماني چارو وفاقي وزير مرتضی سولنګي نومولې دې۔ د وزيراعظم آفس لخوا د جاري شوي نوټيفكېشن له مخې د پارليماني چارو وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي پرېذېډنټ سېكرټرېټ، وزيراعظم آفس، كابينه سېكرټرېټ، د قامي سلامتيا ډويژن، د غربت ختمولو او سماجي تحفظ، د هاؤسنګ او وركس ډويژن، بين الصوبائي رابطه ډويژن ٬ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو ډويژن ٬ او رياستي وسرحدي ريجنز ډويژن لپاره په سېنېټ كښې پارليماني كارروايۍ لپاره ټاكلے شوے دے۔ د دې وزارتونو ٬ ډويژنو او دفترونو قلمدان د انچارج وزير په حېث وزيراعظم سره دے۔ ليکنه چليدنه برېسټ كینسر تاخیر تشخیص له وجه پاكستان كښې د كال44 زره كسان په حق رسي د فارن مشنز سټاف له اوس په وخت تنخواګانې وركړې كېږي ،د نګران خارجه وزیر سینیټ كښې ځواب