اسلام آباد(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوارالحق كاكړ د تركيې سره په څو اړخيزه سټراټيجك او په خاص توګه په اقتصادي ډګر كښې د اړيكو مضبوطولو لپاره د پاكستان عزم يو ځل بيا څرګندولو سره وئيلي چې قوي اقتصادي ملګرتيا او باثباته اړيكې به په راتلونكي وخت كښې زمونږ دوه اړخيزه اړيكې نورې هم مضبوطې كړي۔ د ترکیې د جمهوریت د سلمې کلیزې په مناسبت د پاکستان وزيراعظم په خپل پېغام كښې ووئیل چې په دې مناسبت د پاکستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د ورور هیواد ترکیې خلکو ته د زړه له کومې مبارکي وایم۔ ده ووئيل په 29 اكتوبر كال 1923 د ترک قوم د ستر لارښود غازي مصطفی کمال اتاترک په مشرۍ كښې د آزادۍ مبارزه د تركيه جوړېدو په صورت كښې كاميابه شوه۔ د آزادۍ لپاره د ترکیې د خلکو نه ستړی کیدونکی عزم او زړورتیا اوس هم د نړۍ د ازادۍ غوښتونکو خلکو لپاره یو د تقليد وړ او فعاله مثال دے۔ ده ووئيل په تېره يوه پېړۍ کښې ترکيې د ژوند په ټولو ډګرونو کښې د پرمختګ پړاوونه تېر کړي دي۔ نګران وزيراعظم ووئيل د ترکيې د صدر رجب طيب اردوان په بي مثاله مشرۍ کښې د اقتصادي پرمختيا او د دوه اړخيزه امن او سوکالۍ هدفونو ترلاسه کولو کښې د ترکيې کردار په نړيواله کچه ستائلې شوې دې۔ ده ووئيل نن چې د ورور هېواد تركيې اولس د خپل هېواد جوړېدو سلمه كاليزه لمانځي نو پاكستاني وروڼه او خويندې يې په تېره يوه پېړۍ كښې د بې شمېره كاميابو په جشن لمانځلو كښې ترڅنګ ولاړ دي۔ ده زياته كړه چې په پاکستان کښې د ترکيې له لومړي سفير سره د خبرو پر مهال د ملت بابا قائد اعظم محمد علي جناح وئيلي وو چې د پاكستان مسلمانان ستاسو هېواد لپاره د مينې او احترام جذبې لري او اوس پاكستان او تركيه د آزاد او خپلواكه هېوادونو په حېث دوه اړخيزه ګټې له د خپلو اړيكو لا مضبوطولو په لړ كښې ګامونه پورته كولې شي۔ انوارالحق کاکړ ووئیل دا خبره د اطمينان وړ ده چې زمونږ دوه اړخيزه اړيكې وخت تېرېدو سره سره لا مضبوطېږي۔ د هائي لېول اسټرېټجك كوآپرېشن كونسل (اېچ اېل اېس سي سي) او اسټرېټجك اكنامك فرېم ورك (اې اي اېف) په شمول اداره جاتي همكارۍ د دفتاع ٬ معيشت ٬ روغتیا، تعلیم، کرنې، سیاحت او کلتور په برخو کښې همکارۍ لپاره سباؤن تقاضو سره سم د اولسي او لارښودنې ډول همكارۍ ته د ودې وركول پلو د پام ګرځولو موقعه وركړې ده۔ ده ووئيل كه په تركيه كښې د 2023م كال فرورۍ مياشتې زلزله وي يا په كال 2010 او 2022 كښې پاكستان كښی راغلې سېلاب يا د كال 2005 زلزله وي دواړه هېوادونه د يو بل ترڅنګ ولاړ پاتے شوي دي۔ ده ووئيل د پاكستان اولس د دوهمې پېړۍ په پيل كښې د تركيې د اولس د پرمختګ او سوكالۍ دعا كوي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے دې د دواړو هېوادونو د مينې او احترام دا رشته ټول عمري له هم داسې قائمه او دائمه ساتي۔ تل دې وي پاك ترك ملګرتيا! ليکنه چليدنه کشمير بليک ډے باندي کانسټيټيوشن ايونيو اسلام آباد پوري واک جديدټيكنالوجي پاكستان لپاره د پرمختګ او خوشحالے لارې پرانستلې شي٬ د صدر پاکستان