اسلام آباد۔(مانند نیوز) د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزیر انجینر امیر مقام د ګلګت بلتستان زړورو خلکو ته د دوی د 79 مې آزادۍ ورځې په مناسبت مبارکي وركولو سره وئيلي دي چې دا یو ځانګړې اعزاز دې چې د ګلګت بلتستان خلک د خپل وطن د خپلواکۍ ورځ دوه ځله لمانځي، یو ځل د اګست په 14مه او دوهم د نومبر په لومړۍ نېټه۔ دا ورځ د ګلګت بلتستان په تاریخ کې یو مهم پړاو ګڼل کیږي، کله چې د دې سیمې خلکو خپله خپلواکي ترلاسه کړه او له پاکستان سره یوځای شول۔ دلته څخه د خپور شوي بیان له مخې، انجینر امیر مقام د ګلګت بلتستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت په خپل ځانګړي پیغام کښې وویل چې د خوشحالۍ په دې موقع، مونږ باید د جمو و کشمیر او فلسطین وروڼه او خوېندې هم په یاد ولرو۔ هغه وويل چې نن زه د پاکستان پوځ ته سلام کوم، چې د هېواد د بې ثباته کولو لپاره يې د دښمن عناصرو ټولې منصوبې شنډې کړې دي۔ هر کله چې زموږ دښمن د خپلو ناوړه ارادو څرګندونه كولو سره په پولو د جارحيت كولو هڅې كړې زموږ مېړنو ځواكونو هغوي ته عبرتناكه ماتې وركولو سره هغوي خپلو منصوبوكښې ناكامه كړي دي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *