کوئټه۔ 30 اکتوبر (مانند میڈیا)د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخيل وئېلي دي د صوبې داسې وګړي چې د وکيالانو غټ فيسونه او د اوږدې عدالتي کارروائۍ مصرفونه نشي پورته كولې ٬ دوي ته په وخت او آسان انصاف وركول د حکومت بنيادي ذمه داري ده ۔ د دې مقصد تر مخه صوبائي محتسب اداره به لا فعاله ، موثر او د اولسي مسائل حل لپاره يو د باور وړ فورم جوړولو لپاره كوټلي ګامونه پورته كولې شي ۔ ده ووئېل زمونږ هڅه ده چې كوم هم غريب يا بې اثرې وګړے د خپل جائز حق تر لاسه كولو نه محروم پاتي نشي او د انصاف لپاره دربدر نشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ګورنر هاؤس كښې د مختلف سرکاري محکمو خلاف د راغلو اولسي ګيلو او د درخواستونو اوونيز سماعت په مهال وكړه ۔ګورنر جعفر خان مندوخيل ووئېل د ټولنې کمزورو او محرومه طبقو ته د انصاف وركړه يوازې يو انتظامي ضرورت نه دے بلکې د رياست مهمه آئيني، اخلاقي او سماجي ذمه واري ده۔ ليکنه چليدنه په هند كښې د چورلكې پرېوتو پېښه ٬ 6 كسان مړه شول