اسلام آباد۔25اکتوبر(مانند نیوز) د کورنیو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ویلي دي چې ایف-9 پارک د اسلام آباد د هر اوسیدونکي په زړه کې ځانګړې ځاې لري۔ د کورنیو چارو وزیر د اتوار په ورځ په يو اېكس پوسټ كښې ووئيل زه دا خبره په كلكه په ډاګه كول غواړم چې دلته به یوه ونه هم نه پرې کیږي۔ د دې سل په سلو کښې ضمانت دے۔ ده ووئيل په پارك كښې به د كنكريټ كومه نوې ډھانچه جوړولې نه شي۔ ددې په مقابله كښې دلته د رڼا غوره انتظام ٬ ښكلې تالاب ٬ كافي شاپس ٬ د پېاده تللو لاره او د زرګونو په شمېر اونو لګولو منصوبه جوړولې شي۔ محسن نقوي ووئيل زموږ یوازینې مقصد اېف-9 پارک ډیر شين ، خوندي او ښکلې ځاې جوړول دي دغسې چې دا كورنيو او راتلونكو وګړو لپاره نور هم په زړه پورې پاك جوړ كړې شي۔ ليکنه چليدنه فلپائن، ماركيټ كښې د اور لګېدو پېښه ٬ 5 كسان مړه