واشنګټن ۔ 21 اكتوبر(مانند نیوز) د امرېكې سركاري پورونو كښې د تېرو دوو مياشتو په مهال 4 كهربه ډالره زياتوالي راتللو سره مجموعي حجم د 404 كهرب ډالر رېكارډ كچې ته ورسېدو۔ تاس د امرېكې د خزانې محكمې د اړخه جاري راپور حواله وركولو سره ووئېل د امرېكې ټول سركاري پورونه دا وخت نزدې 4۔40 ټريلين ډالره دي كوم چې په 19 اګست د 40 ټريلين ډالره رېكارډ كچې ته د رسېدو نه پس د سركاري پورونو په حجم كښې 1 فيصد زياتوالے دے۔ د امرېكې اقتصادي پوهانو پېشنګويو تر مخه د يوې لسيزې په مهال د هېواد قامي پور د مجموعي پېداوار GDP نزدې 120 فيصد ته به رسېږي ٬ د دې مطلب دا دے چې د امرېكې د وفاقي حكومت پور د امرېكې د كلنه پېداوار نه هم به تجاوز وكړي۔د امريكې حكومت پخپلو پورونو د سود ادا كولو په لړ كښې په كلنه توګه 970 ارب ډالره مصرف كوي كوم چې د دفاعي خرڅونو نه هم زيات دي۔ د كال 2020 نه پس په دې مد كښې د امرېكې خرڅونه يو په درې زيات شوي دي۔ د پېټرسن انستي ټيوټ فار انټر نېشنل اكنامكس تر مخه د امرېكې سركاري خرڅونو يا ټيكس نظام كښې كه اصلاحات ونه كړے شول نو د هېواد پورونه د 6 كالو په مهال 500 كهرب ډالرو ته رسېدے شي۔ ليکنه چليدنه يوكرېن د روس سره په موجوده ډګر جنګ بندولو ته چمتو دے