اسلام آباد   (مانند نیوز) د خارجه دفتر وياند سفیر سجاد حیدر خان وئيلي دي  پاکستان افغانستان سره خبرو اترو له چمتو دے، معنیٰ لرونكو رابطو لپاره د افغانستان څخه د ترهه ګرۍ خطرو مخنيوي لپاره د باور وړ تګلارې ته اړتيا ده، پاکستان امن او د نړيوال قانون له مخې د شخړو امناكه ختمولو ته پام لرنه كوي دغسې د خپلي خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا دفاع لپاره چمتو دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ اوونيز ميډيا بريفنګ ته وينا كښې وكړه۔د خارجه دفتر وياند ووئيل پاكستان دوه اړخيزه ذرائعو او سيمه ايز فورمز پشمول ماسکو فارمیټ  قطر، ترکیه، سعودي عرب او  د چین سهولت کارۍ سره د شوو خبرو اترو د لارې افغانستان سره سفارتي رابطو بحالۍ لپاره پرله پسې هڅي كوي دغسې د افغان طالبانو د اړخه په خپله خاوره د ترهه ګرو تنظیمونو شته والے تسليمولو څخه  د دډي كولو له امله دغه هڅي د باور وړ نتيجې ته نه رسيږي۔ده ووئيل پاكستان كښې د ترهه ګرۍ هلي ځلي زياتي شوي او د تير يو كال په مهال دې ډول پېښو كښې 1,300 څخه زياتو كسانو ژوند څخه لاس وينځلي۔د ملګرو ملتونو مانیټرنګ ډلي او  د افغانستان د بيا رغونې  لپاره د امريكې خاص انسپکټر جنرل  د رپورټس حواله وركولو سره ده ووئيل په افغانستان كښې د 20 څخه زيات ترهه ګر تنظیمونه فعاله دي كوم چې د پاكستان او سيمي نورو هېوادونو لپاره د امنيتي اندیښنو سبب دي۔د هند سره  د يوې بلي نښتې امکان په اړه ده ووئيل پاکستان عمر له دا دريځ لري چې جنګ د كومي مسئلې حل نه دے۔ده ووئيل فالس فلیګ آپریشن امکان هم رد كيدے نشي دغسې پاکستان د هر ممكن صورتحال مخنيوي لپاره چمتو دے۔وياند د نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار دوشنبے كښې د شنګھائی مرستي تنظیم (ایس سی او) حكومتي مشرانو كونسل په غونډه كښې د ګډون حواله وركړه چرته چې پاکستان په سيمه ايزو رابطو ، اقتصادی انضمام او ګڼ اړخيزه مرسته زور راوړے۔پاکستان د اروپائي شراکت دارو سره هم رابطې  روانې ساتلي چې پكښې لتھوانیا او لټویا سره سیاسی مشاورت او اسلام آباد كښې  د پاکستان-اروپائي ائتلاف دوه اړخيزه د ترهه ګرۍ مخنيوي خبرو اترو لسم  پراؤ شامل وو۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *