پېنډۍ (مانند نیوز) امنيتي ځواكونو په بلوچستان كښې په دوه بېلو كارروائيو كښې هندي پراكسيز’’فتنه الخوارج‘‘ او ’’فتنه هندوستان‘‘سره تعلق لرونكي 41 ترهګر ووژل۔ د آئي اېس پي آر له مخې اولنے انټېلی جنس بېسډ آپرېشن د هرنائي ضلعې په مضافات كښې د ‘فتنه الخوارج’ د موجودګۍ په اطلاع وكړے شو۔ د سختو ډزلو له تبادلې څخه وروستو 30 خوارج ووژل شول۔ د وژلې شوو له قبضې څخه لوے مقدار ګوله بارود او چاؤدېدونكي توكي برآمد شول۔ دويم انټېلی جنس بېسډ آپرېشن په پنجګور ضلع كښې وكړے شو په كوم كښې چې د فتنه هندوستان 11 هندي ملاتړ لرونكي ترهګر ووژل شول۔ دې ترھګرو څخه چې كوم رقم برآمد شو هغه په 15 دسممبر 2025 د بېنك ډكېتۍ په مهال لوټ كړې شوې وو۔ په سيمه كښې موجود د كوم هم هندي سپانسرډ ترهګرۍ ختمولو له’’سینیټائزېشن آپرېشنز‘‘ روان دي۔ د نېشنل اېکشن پلان فېډرل اېپکس کمېټۍ منظور شوي وژن’’عزمِ استحکام‘‘ لاندې به د امنيتي ادارو او د پاكستان د قانون نافذ كوؤنكو ادارو لخوا د ترهګرۍ په ضد روان مهم بشپړ قوت سره دوامدار ساتلې شي دغسې چې هېواد څخه د بهرنۍ مرستې په بنياد ترهګري كوؤنكي په بشپړه توګه ختم كړې شي ليکنه چليدنه د پي ټي آئې باني په پمز هسپتال كښې د سترګو طبي معائنه وكړې شوه٬ د پي ټي آئي باني بيخي روغ او صحت مند دے٬ عطاﺀ الله تارړ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د جناح انټرنيشنل ائيرپورټ دوره