اسلام آباد (مانند نیوز) صدر مملكت آصف علي زرداري سره د ګوئټے مالا پخواني صدر او پارليمان سپيكر جمي مورالیز ملاقات وكړو او هغه سره يۍ په دوه اړخيزه اړيكو٬تجارت٬سرمايه كارۍ او بين الپارليماني مرستې ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د شورو په ورځ دايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان او ګوئټے مالا ترمينځه د تجارت٬سرمايه كارۍ او اولسي رابو په لا مستحكم كولو زور راوړو۔ده ووئيل چې پاكستان او ګوئټے مالا د پرمختګ٬ماحولياتي چېلنجونو او معيشي جديديت پشان شريكو مسئلو سره مخ دے د كوم مخ نيوي لپاره شريكه مرسته د وخت ضرورت دې۔ صدر مملكت په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان په ملاتړ د ګوئټے مالا مننه كولو سره وئېلي دي چې دواړه هېوادونو له كثير الجهتي فورمز مرسته جاري ساتل پكار دي۔په دې موقع جمي موراليز د پاكستان كوربتوب او بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس كښې د ګډون په بلنه د صدر مملكت آصف علي زرداري مننه وكړه۔ده ووئيل چې داسې ډول روابط به د دواړو هېوادونو ترمينځه مرستې او شراكتدارۍ نوې موقعې پېدا كړي۔په ملاقات كښې د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني٬سينيټر شيري رحمان او سينيټر سليم مانډوي والا هم موجود وو

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *