اسلام آباد  (مانند نیوز) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي حکومت او ټولي اړوندې ادارې معاشی پرمختګ ٬ سوكالۍ ٬ تجارت او سرمایه کارۍ كښې ښه والي له لوظي دي،د کسټم جانچ پړتال او تخمینې نظام د جدید ټیکنالوجی د لارې فیس لیس کولو سره سپېځلتيا باوري كولې شي۔د نهې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د کسټم جانچ پړتال او تخمینې نظام سپېځلي كولو لپاره د اقدامات په اړه د جاج اغستو غونډې مشرۍ سره وكړه۔په غونډه كښې وفاقي وزیرانو محمد اورنګزیب، ډاكټر مصدق ملک، عطاء اللہ تارړ، احد خان چیمه، وزیر مملکت بلال اظهر کیاني او نورو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔وزیراعظم د کسټم چارواكو او ټولو اړوندو ادارو ته اصلاحات زر تر زره بشپړولو او كوټلې نفاذ لپاره ضروري سپارښتني وكړي۔وزیراعظم په کسټم نظام كښې سپېځلتيا، ټیکس کلیکشن كښې زياتوالے او کاروباري حضرات له آسانيو په څير مهمو اړخونو لپاره د ټولو ضروري اقداماتو سپارښتنه وكړه۔ په غونډه كښې وزیراعظم ته د کسټم جانچ پړتال او تخمینه كښې د يادو شوو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړے شو ۔ په غونډه كښې ووئيل شول په مصنوعي زېركتيا اډانه رسك منیجمنټ سسټم به هم ډير زر فعاله كړې شي۔غونډي ته ووئيل شول د کسټم سکینرز د لارې جانچ پړتال كښې د مصنوعي زېركتيا استعمال سره د کسټم کلیرنس لپاره پكار وخت هم كميږي، د حکومت د قاچاق په ضد د كوټلو کارروائیو سره د څيزونو غیر قانوني ترسیل كښې كمے او د څيزونو باقاعدہ قانوني نظام ترمخه د کسټم کلیئرنس شميره زياته شوې ده ،کسټم كښې جانچ پړتال او د تخمینې نظام فیس لیس کولو له په ټولو ضروري اقداماتو كار روان دے۔ وزیراعظم ووئيل د کسټم نظام ښه والي او جدت مقصد برآمدات او درآمدات سره منسلك کاروباری حضرات له د آسانيو وركولو سره سره د هېواد ریونیو زياتول دي،د کسټم جانچ پړتال او تخمینې لپاره انتظامی کارروائیو كښې پكار وخت به كمولې شي، دغسې دکسټم نظام كښې د اصلاحات کوټلي نفاذ لپاره دې اړوندې ادارې په شريكه او د جامع تګلاري ترمخه كار وكړي۔وزیراعظم ووئيل معاشي او تجارتي اصلاحات د لارې کاروبار او سرمایه كاري زياتولو ته حکومت پام لرنه كوي، د کسټم نظام اصلاحات كښې به په نړيواله كچه د عمل وړ او د ښې تګلاري څخه هر ممكن استفادہ كولې شي،د هېواد معاشی پرمختګ او سوكالۍ او تجارت او سرمايه كاري ښه كولو منزل ته رسېدو له حکومت او ټولي اړوندي ادارې لوظي دي۔ وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې د کسټم په تخمینه د کاروباری كسانو د اړخه د نظر ثانۍ اپیل اوريدلو اختیار به غیر جانبداره افسرانو ته سپارلې شي، په بندر ځايونو د زيات شوې کارګو او د هغې زر تر زره ترسيل لپاره دې منظم پلان جوړ كړے شي دغسې چې د سامان زر تر زره د بندرګاه څخه خپل منزل پلو ولېږلے شي، وزيراعظم امر وكړو چې د کسټم په تخمینه د نظر ثانۍ اپیل لپاره دې نظام سپېځلي كولو لپاره په سمدستي توګه ضروري ګامونه واغستلې شي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *