اسلام آباد (مانند نیوز) د ريلوے وفاقي وزیر محمد حنیف عباسي په هنګو كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو د بريد سخته غندنه كولو سره وئيلي دي د دښمن ناوړه عزائم به چري هم کامیاب نه شي، قام د دښمن د هر بريد په وړاندې پولادي ديوال غوندې وزلاړ دے ۔د ګل په ورځ په خپل بيان كښې محمد حنیف عباسي ووئيل هنګو كښې د ترهه ګرو ناوړه بريدونو كښې د وفاق ريزرو پوليس 3 ځوانان شهيدان شوي ،قام دغه بهادرو شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كوي۔ ده د شهيدانو كورنيو سره د يووالي او غم دړد څرګندونه وكړه او د ژوبل اهلکارو زر روغتيا له ئې دعا اوكړه۔ده ووئيل د شهيدانو قربانۍ او جرات به عمر له ياد ساتلې شي،د شهيدانو وينه به بے ځايه نه ځي۔ وفاقي وزیر ووئيل قام،پوځ او پولیس به په ګډه دښمن ناکامه كوي او فتنه الهندوستان په ضد به جنګ روان وي۔ ليکنه چليدنه د تجارت وفاقی وزیر جام كمال خان ډھاكه كښې د اسكوائر فارماسیوټیكلز دوره وكړه حکومت او ټولي اړوندې ادارې معاشی پرمختګ ٬ سوكالۍ ٬ تجارت او سرمایه کارۍ كښې ښه والي له لوظي دي۔وزیراعظم محمد شهباز شریف